د یو شمېر ولایتونو روغتیایي ننګونې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې شوې

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۱:۵۵
د یو شمېر ولایتونو روغتیایي ننګونې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې شوې

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر بشیر نورمل؛ نن د "اتو بجو" په ناسته کې د بغلان، لغمان ، تخار او کندهار ولایتونو روغتیايي ننګونې وڅېړلې.

د یادو ولایتونو روغتیایي مسؤلینو خپلې ننګونې او اړتیاوې د ویډیو کنفرانس له لارې د اکسیجن دستګاه وؤ نصب، د پي سي آر دستګاه وې، د تشخیصیه کېټونو اکمال، په تخار ولایت کې د امنیتي ګواښونو له امله د ۲۶ روغتیایي مرکزونو بندیدل او ځینو نورو روغتیایي برخو کې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او په دې برخه کې د یاد وزارت له رهبرۍ څخه د لا پاملرنې غوښتونکي شول.

ډاکټر بشیر نورمل د دې ولایتونو د روغتیایي ننګونو په حل کولو ټینګار وکړ او د اړوندو ادارو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې په یادو ولایتونو کې د ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.

د پلان او پالیسۍ معین د خصوصي سکتور لابراتوارونو له استازو وغوښتل، هغه کسان چې د کورونا ټسټ جعل کارۍ کې لاس لري په پېژندلو کې یې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي تر څو دوی مجازات او د قانونو منګولو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې، د مالي اداري معینیت سرپرست ډاکټر عبدالقدیر قدیر په ټولو ولایتونو کې د اکسیجن تولید دستګاه وؤ په نصبولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ټولو ولایتونو کې د اکسیجن تولید او پي سي آر دستګاه وؤ د نصبولو پروسه روانه ده.

له بلې خوا، په دغه ناسته کې د سویډن کمیټې استازي د دې کمیټې د کارمندانو ساتنې لپاره د ناامنۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د هغوی کاري ننګونې یې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS