د HIV او ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په موخه له HPRO مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۲۷
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل ولایت کې د HIV وبا او ورسره هم مهاله د ساري ناروغیو پر وړاندې په زرقي توګه د نشه ‌يي توکو کاروونکو لپاره د چټکې ارزونې او ځواب ورکوونې موخه له Health Protection and Research Organization-HPRO مؤسسې سره د (۶۹۵۹) شپږ زره نهه سوه نهه پنځوس ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د شپږو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۲ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۶۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۳) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د HPRO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۹
Background image

د «روغتونونو مدیریت» تر سرليک لاندې  ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

 د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ، کندز او هرات ولایتونو ۲۱ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره «د روغتونونو مديريت» تر سر ليک لاندې جوړ شوی ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
Background image

په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۵:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ څلورویشتمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې د ولسوالیو په کچه د نویو جوړېدونکو عمومي. . .

BACK TO NEWS