د IPEHS روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو نوې کڅوړې مسوده او یا د اساسي روغتیایي خدمتونو مدغم شوې کڅوړه د پلي کوونکو مؤسسو سره تر ارزونې لاندې ونیول شوه
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده، د چهارشنبه ورځ د روان کال زمري ۶ مه د روغتیایي خدمتونو پلي کوونکو مؤسسو له استازو سره په یوه ناسته کې د IPEHS کڅوړه تر ارزونې لاندې ونیوله.
د پالیسۍ او پلان مرستیال، د دې غونډې هدف د روغتیا له ټولو کلیدي ملګرو سره هراړخیز بحثونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه غواړي چې د دې کڅوړې د لا غنامندۍ په پار د پلي کوونکو مؤسسو له عملي تجربې څخه کار واخلي.
د IPEHS کڅوړه چې د BPHS او EPHS کڅوړو مدغم شوې مجموعه ده، د ملي او نړیوالو معیارونو او شواهدو پراساس رامینځته شوې؛ ترڅو د لومړني روغتیایي خدمتونو لپاره د ټولنې اوسنۍ اړتیاوې پوره کړي.