عامې روغتيا وزارت د يوې ناستې په ترڅ کې په هيواد کې د کرونا ناروغۍ وروستي جزئيات اعلان کړل

Panah_moph
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۰ - ۱۴:۲۸
وزارت صحت‌عامه طی نشستی آخرین جزئیات در مورد ویروس کرونا در افغانستان را اعلام نمود

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي چوپړتياوو ( خدمتونو) د‌وړاندې کولو معين ډاکټر وحيد مجروح نن د يوې ناستې په ترڅ کې د کرونا ناروغۍ اړوند وروستي جزئيات او د‌عامې روغتيا وزارت لخوا د کرونا ويروس سره د مبارزې په وړاندې ځينې ترلاسه شوي او اماده شوي تدابير اعلان کړل •
معين مجروح کرونا ناروغي په انساني ټولنه کې يو لوی خطر ياد‌ کړ او زياته يي کړه : چې په تېرو 24 ساعتونو کې په هيواد کې د کرونا ناروغي 253 مثبتې پېښې ثبت شوي , چې له دې سره په ټول هېواد کې دمثبتو پېښو شمیر 4033 تنو ته ورسېده , چې له جملې څخه 502 تنه روغ , او 115 تنه مړه شوې دي •
ډاکټر مجروح د خپلو خبرو په دوام وويل : عامې روغتيا وزارت د افغانستان دولت او نړيوالو په همکاري د منابعو په بسيج , د پي سي آر د تشخيصيه ټيسټونو د ظرفيت په زياتوالي , په روغتونونوکې د بسترونو ډيروالی, په اوو ولايتونو کې د کرونا ناروغي لپاره د تشخيصيه لابراتوارونو رامينځه کول , او په کرونا ويروس د اخته شويو هيودوالو لپاره دوامداره روغتيايي چوپړونه وړاندې کول دي •
همدارنګه‌ د روغتيایی خدمتونو معين زياته کړه : عامې روغتيا وزرات دکرونا ويروس له راتګ سره په هيواد کې په ډیرو کمو او ناچيزو امکاناتو مبارزه پيل کړه , چې اوس خوشبختانه دهيواد په کچه د دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ګڼو اسبابو زمینه برابره ده , چې له هغې جملې څخه یې په يوه ورځ کې دهیواد په کچه 2000 د کرونا ناروغۍ ټيسټونو د تشخيص يادونه وکړه •
ډاکټر مجروح خبرداری ورکوي چې د‌قرنطين نه مراعاتولو او د روغتيا وزارت ‌روغتيايي لارښوونو ته نه پاملرنه ددې امکان لري چې کرونا ناروغۍ به هر ښار , کور او کورنيو ته وليږدول شي •

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS