عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره کړه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د نړیوالو سازمانونو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: پر وخت تشخیص، د واکسین تطبیق، معیاري درملنې او عامه پوهاوي له لارې د هیپاټیټس مخنیوی شونی دی. هغه زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د هیپاټیټس ناروغۍ د مخنیوي او درملنې روغتیايي خدمتونه پراخ کړي او د ساري ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې په برخه کې یې د نړیوالو سازمانونو، امارتي ادارو او رسنیو له همکارۍ څخه مننه وکړه.

همدارنګه، د وقایوي طب لوی رئیس ډاکټر حیدرخان حیدر او د ایډز، جنسي لېږدېدونکو ناروغیو او هیپاټیټس د کنټرول ملي پروګرام آمر ډاکټر عبدالرحمن شیرین ‌دل وویل: چې د ناروغیو مخنیوی او د وقایوي تدابیرو پلي کول د عامې روغتیا وزارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي. هغوی زیاته کړه، چې د هیپاټیټس ناروغۍ د تشخیص، وقایې او درملنې خدمتونه له ۱۲ ولایتونو څخه ۲۳ ولایتونو ته پراخ شوي او د ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ د دغو خدمتونو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي؛ څو د هېواد په کچه روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS