قاري عبدالولي صدیقي په کابل کې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۲:۲۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د عاجل ابن سینا روغتون، راډیولوژۍ، مرکزي لابراتوار، مرکزي پولي کلينيک او کابل امبولانس څخه لیدنې وکړې:

د دې لیدنو موخه د یادو روغتیايي مرکزونو د هغو برخو لیدنه او ارزونه وه، کومې چې د کابل ښار په پراختیايي پلان کې نړېږي؛ څو د خدماتو د دوام لپاره مناسب ځای ترتیب او د پراختیايي پلان د تطبیق په صورت کې خدمات له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي.

دغه راز، د یادو لیدنو پر مهال ښاغلي مرستیال د روغتیايي مرکزونو بېلابېلې څانګې او تجهيزات له نږدې وليدل او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو ستونزې او د ناروغانو د وضعیت ارزونه يې وکړه.

همدارنګه، ښاغلي د روغتیايي خدمتونو پر لا ښه والي، شفافیت، چټکتیا او له مراجعینو سره د ښه چلند پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسئولینو ته یې له اړتیاوو سره سم د معیاري او پر وخت روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري هڅه کوي؛ څو د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د خدماتو کیفیت لوړ او د خلکو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۳۲
Background image

د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو روغتونونو کې د دوو ټراما سنټرونو پرانيسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

دغه ټراما سنټرونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ تجهیز شوي او د هر مرکز لپاره د ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل او تجهیزات برابر شوي دي او د جوړېدو موخه يې د بېړنیو او معیاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، درویشتمه ماده دویمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، درویشتمه ماده دویمه فقره:

که مسافر د افغانستان له بهر څخه د ځمکني او هوايي ترانسپورټ په واسطه افغانستان ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د کابل، لوګر، غزني، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پنجشېر، دايکندي او باميان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره انلاین غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو ریاستونو استازو شتون درلود، موخه يې د مرکز. . .

BACK TO NEWS