په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول د یوې ناستې په ترڅ کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو
![په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول د یوې ناستې په ترڅ کې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شو](/sites/default/files/2021-08/225183770_1409370316098810_9213499254329388232_n.jpg)
دوشنبه، زمری ۱۱/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکتر وژمه سالمي، نن په یوه غونډه کې چې د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت جوړونې او ظرفیت لوړولو په پار په تخصصي او ثالثي روغتونونو کې په لاره اچول شوې وه خبرې وکړې.
مالي او اداري مرستیالې په دغه غونډه کې، د روغتیایي کار کوونکو ظرفیت لوړول، د روغتونونو تجهیز کول او په اوسني وضعیت کې د طبي تجهیزاتو د ترمیم مرکز رامینځته کول جدي اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هڅه کوي په دې برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي.
له بلې خوا، د دې غونډې ګډونوال چې سرطبیب، د څانګو مشران او د روغتونونو روزنې مسؤولینو وؤ، په بېلابېلو ډلو وېشل شوي او د روغتیايي کار کوونکود ظرفیت لوړولو او اړتیاوؤ په پار یې خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل ترڅو د هغه مطابق پلان چمتو او پلی شي.
د یادونې وړ ده چې د اړتیاوو ارزولو او په روغتونونو کې د ظرفیتونو له پېژندلو وروسته د اړتیا له مخې په بېلابېلو څانګو کې د روغتیایي کار کوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام په لاره واچول شي، چې په دې پروګرامونه کې به له داخلي او د اړتیا په صورت که له بهرنیو استادانو څخه کار واخیستل شي، ترڅو د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو په برخه کې اغېزمن ګام پورته شي.