په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د څو میاشتو رخصتیو وروسته د فوټبال سیالۍ بیا پیل او افتتاح شوې
د هېواد د فوټبال سیالۍ د کورونا ویروس له امله څو میاشتو رخصتیو وروسته، د عامې روغتیا د نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د المپیک ملي کمېټې رییس ښاغلي عبدالحفیظ ولي رحیمي او د فوټبال فدراسیون رییس ښاغلي محمد یوسف کارګر په شتون کې په هېواد کې بیا پیل/افتتاح شوې.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وویل: " چې موږ په هېواد کې د کورونا ویروس له اوږد ځنډ څخه وروسته د ورزشي سیالیو ځانګړي ډول د فوټبال سالیو د بیا پیل شاهدان یو، دغه سیالۍ چې موږ کورونا ته ماته ورکوو تر شعار لاندې پیلېږي.
ډاکټر عثماني زیاته کړه چې موږ د افغان حکومت، د عامې روغتیا وزارت، خلکو او رسنیو په همکارۍ سره وکولی شول چې په هېواد کې د کورونا ویروس ته ماته ور کړو، د یادونې وړ ده چې د یاد ویروس د دوهم پړاو احتمال لاهم په هېواد کې لکه نورو هېوادونو په څېر شتون لري چې په دې برخه کې" د عامې روغتیا وزارت بشپړ چمتووالی لري.
همدارنګه، د عامې روغتیا نوماند وزیر له خلکو او ورزشکارانو څخه غوښتنه وکړه چې روغتیایي سپارښتنو ته پام وکړي، په ازاده هوا/فضا کې دې تمرین وکړي او ویټامین ډي دې واخلي چې د دوی بدن مقاومت لوړ کړي ترڅو دوی وکولی شي قوي بدن او قوي روح ولري چې په یاد ویروس د بیا اخته کېدو څخه خپل ځان خوندي کړي.
په دې غونډه کې، د المپیک ملي کمېټې رییس ښاغلي عبدالحفیظ ولي رحیمي وویل: د خوښۍ ځای دی چې د عامې روغتیا د وزیر په شتون کې د هېواد د سپورټ سیالۍ بیا پیل کوؤ او د خلکو څخه یې وغوښتل چې په سپورټونو کې برخه واخلي او د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې له فزیکي پلوه یو له اصلي فاکتورونو څخه په کار اخیستلو مبارزه وکړي.
. سربېره پر دې، د هېواد د فوټبال فدراسیون رییس ښاغلي محمد یوسف کارګر، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د عامې روغتیا وزارت د همکارانو زړورتیا او اتلولي په پار د عامې روغتیا نوماند وزیر او روغتیا سکتور ته مبارکي ورکړه او همدا ډول په هېواد کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیا وزارت د ښه خدمتونو وړاندې کولو په پار د عامې روغتیا نوماند وزیر ته افتخاري مډال ورکړ.
د یادونې وړ ده چې په پای کې د عامې روغتیا نوماند وزیر، د المپیک ملي کمېټې رییس، د فوټبال فدارسیون رییس او ځینو نورو دولتي چارواکو په شتون کې د عامې روغتیا وزارت او د المپیک ملي کمیټې د فوټبال ټیمونو تر منځ دوستانه لوبه هم په لاره واچول وشوه.