پوهنې وزارت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د پرانيستلو طرحه عامې روغتيا وزارت ته وړاندې کړه

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۷:۲۷
پوهنې وزارت د دولتي او خصوصي ښوونځيو د پرانيستلو طرحه عامې روغتيا وزارت ته وړاندې کړه

د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ معين ډاکټر بشير "نورمل" د پوهنې وزارت له مرستيال ښاغلي محمد ابراهيم شينواري، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دوهم معاونيت استازو،د ولسي جرګې غړو، نړيوال روغتيايي سازمان،د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي مٶ سساتو او نورو مختلفو ادارو د دولتي او خصوصي ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د هيواد په کچه ليدنه او خبرې اترې وکړې.
د پاليسي او پلان معين وويل: د عامې روغتيا وزارت به د پوهنې وزارت وړاندې شوې طرحه تر څېړنې لاندې ونيسي د عامې روغتيا وزارت او د نړيوال رو غتيايي سازمان له لارښوونوسره په مطابقت کې کولاي شي د ولسمشرۍ ماڼۍ له تائيد وروسته په نژدې راتلونکي کې د دولتي او خصوصي ښونځيو په پرانيستلو اقدام وکړي.
دا طرحه د ټولنيز واټن مراعتول، په باربار توګه هر ورځ په اوبو او صابون د لاسونو مينځل،له ماسک څخه ګټه اخيستنه،د لاسونو نه ورکول، له لويو ټولګيو ګټه اخيستنه، د درسي ساعتونو کمول، د درسي مضامينو محدودول او نورو مهم ټکي احتوا کوي.
همدارنګه په دې ناسته کې د مختلفو اداراتو استازو خپل نظريات او وړانديزونه د دولتي او خصوصي ښوونځيو د پرانيستلو په اړه مطرح کړل او د هيواد په کچه په نژدې راتلونکي کې د ښوونځيو د پرانيستلو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS