ډاکټر احمد جواد عثماني د غور ولایت کووېډ -۱۹ روغتون څخه لیدنه وکړه
![ډاکټر احمد جواد عثماني د غور ولایت کووېډ -۱۹ روغتون څخه لیدنه وکړه](/sites/default/files/2020-09/hhhhhhhhhhh.jpg)
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني غور ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت کووېډ -۱۹ روغتون څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د روغتیا نوماند وزیر د خپل ټیم په شتون کې له ارزونې وروسته وموندله چې د کووېډ -۱۹ روغتون بیا رغولو، کووېډ -۱۹ ناروغانو ترلاسه کولو او پاملرنې، د ډاکټرانو علمي کچې ټيټ والی او د مسلکي متخصصینو نشتون په دې روغتون کې موجود دي.
ډاکټر عثماني د دې ستونزو د حل په موخه مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې کورونا له بودجه څخه دې ژر تر ژره د دې روغتون ودانۍ د بیا رغولو چارې پیل او د ډاکټرانو ظرفیت لوړولو لپاره دې په دې ولایت کې روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
له بلې خوا د عامې روغتیا نوماند وزیر په هېواد کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د راتګ په اړه د روغتیا وزارت چمتووالی اعلان کړ، هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د کووېډ -۱۹ ناروغانو پاملرنې لپاره ملي لارښود باید د کوویډ -۱۹ ناروغانو روغتون ډاکټرانو ته چمتو شي. ترڅو دوی وکولی شي د دې ظرفیت لوړولو او اړمنو خلکو ته غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره وکاروي.
د یادونې وړ ده چې د غور ولایت کووېد -۱۹ روغتون ملاتړ او تجهیز د (CHA) مؤسسې مسؤلیت دی.