د ۱۴۴۸ هـ ق کال د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا لومړۍ غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د مرکزي رئیسانو، امرینو او د دې معینیت د بېلابېلو څانګو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستیال د بېلابېلو څانګو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر پر چټکتیا، د ستونزو پر وختي حل او له شته امکاناتو او ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
ورته مهال د بېلابېلو ریاستونو او امریتونو مسؤلینو د خپلو اړوندو څانګو ستونزې، اړتیاوې او نور اړوند موضوعات شریک کړل، ګډونوالو پرې هر اړخیز بحث او خبرې ترسره او مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې او هم يې د تعقیب او پلي کولو مسؤلیت اړوندو ریاستونو ته وسپارل شو.
همدارنګه، په ياده غونډه کې د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د اداري بهیرونو پر چټکتیا، د شته خنډونو پر لرې کولو، د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو برخه کې د خدمتونو د کیفیت پر لوړولو ټینګار وشو.
د یادونې وړ ده، چې د خوړو او درملو معینیت د اداري شورا غونډه د چارو لا ښه تنظیم، ستونزو ته پر وخت رسېدنې، د مشورتي پرېکړو کولو لو او د اجراآتو بهیر د ارزونې په موخه هره میاشت په منظم ډول ترسره کېږي.
