د عامې روغتیا وزارت د پلټنې پلاوي د هرات روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو تطبیق او پلټنې رئيس مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي هرات ته د سفر په ترڅ کې دغه ولايت کې له حبيب يار، لقمان حکیم او مفيد روغتونونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو پر مهال د روغتیايي خدمتونو کیفیت، ناروغانو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون او کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو موجودیت او مدیریت، د لابراتوارونو وضعیت، د واکسیناسیون خدمات، حفظ‌الصحه، د مور او ماشوم روغتیايي خدمتونه، د ثبت او راپور ورکولو سیستم، د روغتونونو پاکوالی او د انتاناتو د کنټرول اصول د روغتيا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول او د خدمتونو پر کیفیت، د ساری ناروغیو د کنټرول مسلکي اصولو په رعایت، له شته امکاناتو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

همدارنګه، ياد پلاوي له مراجعینو او روغتیايي کارکوونکو سره لیدنې وکړې، د خدمتونو د کیفیت، د کارکوونکو چلند او شته ستونزو په اړه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او پر حساب ورکوونه، شفافیت او د مراجعینو د حقونو په رعایت یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۶
Background image

د کابل ښار کې د سړک غاړې خوړو د خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې «پاک خواړه، د ټولو روغتیا» تر شعار لاندې د سړک پر غاړه د خوړو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د الجامعة الاسلامیه الحماديه مدرسې زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د شرق پوهنتون زده کړيالانو او استادانو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې رياست اړوند، جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې په کې د نشه. . .

BACK TO NEWS