د کابل ښار کې د سړک غاړې خوړو د خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې «پاک خواړه، د ټولو روغتیا» تر شعار لاندې د سړک پر غاړه د خوړو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ
د دې کمپاین موخه د خوړو چمتو کولو، پېرلو او خوړلو پر مهال د روغتیايي اصولو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې لوړول وو، چې په ترڅ کې يې د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو ښاريانو ته د عامه پوهاوي پیغامونه وړاندې کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې خوراکي توکي یوازې له هغو پلورونکو څخه وپېري، چې روغتیايي اصول مراعاتوي.
همدارنګه، د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو په دې پروګرام کې د ګرمو او سړو خوړو پر سم ساتلو ټینګار وکړ او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې که د نس ناستي، کانګو، تبې یا د نس د شدید درد نښې په کې څرګندې شي، نو پرته له ځنډه دې نږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.
