د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د ټیلي‌مډیسن پروګرام انلاین مشورتي غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۹:۳۰
moph

په دې غونډه کې، چې د ټیلي‌مډیسن پروګرام مسؤلینو او د مرکزي او ولایتي روغتونونو د ارتوپیدي متخصصینو او ټرینرانو ګډون کړی و، د ارتوپیدي ناروغانو د درملنې په موخه انلاین مشورې وړاندې او د ناروغانو د CT Scan، MRI او X-Ray پایلې وارزول شوې. همدارنګه، هغو ناروغانو ته چې په خپلو ولایتونو کې یې د درملنې امکانات موجود وو، هماغه ځای کې یې د درملنې سپارښتنې وشوې او هغه ناروغان چې نورو تخصصي خدمتونو ته یې اړتیا لرله، د لا زیاتو تخصصي خدماتو ترلاسه کولو لپاره مرکز ته راجع شول.

دغه راز، په یاده غونډه کې د ناروغانو د غیر ضروري راجع کېدو، د اضافي لګښتونو او وخت ضایع کېدو مخنیوي، د ولایتي ډاکټرانو ظرفیت لوړونې او د متخصصینو ترمنځ د تجربو شریکولو پر اهمیت هم بحث او خبرې وشوې.

د يادونې وړ ده، چې د ورته غونډو موخه د ولايتي روغتيايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه او په ولايتونو کې د ناروغانو لپاره د غوره روغتيايي خدماتو وړاندې کول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۳
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، یوویشتمه ماده څلورمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دریم فصل، یوویشتمه ماده څلورمه فقره:

هغه بهرني کارخونې چې په دې ماده کې ذکر شوي درملیز اقلام یې د عامې روغتیا او کرنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۶
Background image

د کابل ښار کې د سړک غاړې خوړو د خوندیتوب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې «پاک خواړه، د ټولو روغتیا» تر شعار لاندې د سړک پر غاړه د خوړو له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو مخنیوي په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د الجامعة الاسلامیه الحماديه مدرسې زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

BACK TO NEWS