د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۳
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ارزونه، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول او په روغتیايي چارو کې د شفافیت تأمین دی، په ترڅ کې یې مفتي عبدالقدوس هاشمي د ولایت او ولسوالیو په کچه له دولتي او خصوصي روغتونونو او روغتیایي مرکزونو څخه لیدنې ترسره، د روغتیایي وضعیت په اړه یې معلومات تر لاسه، د ناروغانو احوال یې واخیست او هغوی ته یې د بشپړې پاملرنې ډاډ ورکولو ترڅنګ د ژر روغتیا هیله څرګنده کړه.

همدارنګه، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي مرکزونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې د ټولو روغتیايي او خدماتي کارکوونکو د هڅو، ژمنتیا او ترسره شویو خدمتونو ستاینه وکړه او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، لا غوره خدمتونو وړاندې کولو او له خلکو سره د غوره چلند کولو په موخه یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا زده‌کړو ریاست او د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري د استقلال او رواني روغتیا روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د مدیریت او عامې روغتیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دامان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو نظارت وکړ

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت په دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS