عامې روغتيا وزارت دخلکو قرنطين نه مراعت کولو په برخه کې انديښنه وښودله
د عامې روغتياوزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معين ډاکتر وحيد مجروح نن په يوه ناسته کې د کرونا ويروس زياتوالۍ د عامه خلکو د قرنطين نه مراعت کول وښودل.
ډاکتر مجروح وايي : په دغو ورځو کې د خلکو تګ راتګ په بازارونو کې زيات شوى، او خلک د کرونا ويروس د زياتوالۍ په برخه کې بې پروايي کوي.
دعامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو معين خبرادارى ورکوي که څوک چيرته د روغتيا وزارت لارښونې د کرونا ويروس پروړاندې عملي نکړي؛ نو په ټولنه کې به کرونا ويروس نور هم زياتوالۍ ومومي.
ډاکتر مجروح :د کرونا ويروس پيښې په تيرو څلوريشتو ساعتونو کې د 995 نمونو له منځه په څلوريشتو ساعتونو کې د هيواد په ټولو لابراتوارنو کې 361 پيښې مثبتې ثبت شوي دي ، چې له دې سره د ټولو مثبتو پيښو تعداد4402 تنو ته رسيدلي، چې له منځه يي 106 مړه او 558 تنه روغ او خپلو کورنيو سره يوځاى شوي دي.
ډاکتر مجروح :د کرونا ويروس په زياتوالي کې د خلکو رول هم وباله او خلکو يي وغوښتل چې له عامې روغتيا وزارت سره همکار پاتې شئ او روغتيايي لارښونې عملي کړي.