د عامې روغتیا نوماند وزیر په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي ښاغلي عمر نصیر مجددي او د افغانستان د روباتیک ټیم مشرتابه سره وکتل
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیرډاکټر احمد جواد عثماني په پارلمان کې د هرات د خلکو له استازي ښاغلي عمر نصیر مجددي او د هېواد د روباتیک ټیم له رهبرۍ سره خبرې اترې وکړې.
د غونډې په لړ کې، د دې ټیم مسؤلې، آغلې رویا محبوب د دوی ټیم لخوا وروستي جوړ شوي روباتونه وپېژندل، کوم چې ډېری یې د روغتیا سکتور پورې اړه لري او په ځانګړي توګه د کورونا ویروس سره په مبارزه کې لکه: د وینټېلېټر مرستندویه دستګاه روبات، په روغتونونو کې د میکروب ضد دوا شیندونکی روبات، کار ځای او کور کې د ویروس له مینځه وړلو روبات او دوه اړخیزه لوبه کوونکی روبات شامل دي.
اغلې محبوب څرګنده کړه چې د دې کار څخه زموږ هدف د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرسته ده او په دې برخه کې یې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ډاکټر عثماني د افغانستان روباتیک ټیم کارکونکو ستاینه وکړه او د ټیم مشر څخه یې وغوښتل چې خپل روباتونه د تخنیکي کمیټې غړو ته د سپارښتنې په لیک کې د وزارت ساینس کمیټې ته وسپاري ترڅو تخنیکي معیارونه یې وڅیړي. هغه دا هم وویل چې که چېرې دا روباتونه د ساینس کمیټې لخوا تصویب شي، موږ چمتو یو چې دا محصولات د روغتیا په سکتور کې وکاروو.
د عامې روغتیا وزارت نوماند د دې ټیم د کار لپاره د وزارت پر ملاتړ ټینګار وکړ او له دوی یې وغوښتل چې خپل محصولات د نندارتون له لارې وښیي ترڅو د کورنیو او بهرنیو بنسټونو لخوا یې ملاتړ وشي.