د عامې روغتیا وزارت نوماند د ولایتونو عامې روغتیا رئیسانو کړنې وارزولې
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د ویډیو کنفرانس له لارې د لوګر، میدان وردګ او ارزګان ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو سره د کورونا ویروس په وړاندې مبارزه کې د دوی کړنو، روغتونونو د تشخیص او درملنې مرکزونو جوړولو په پار بحث او خبرې وکړې
د یادو ولایتونو د روغتیا رئیسانو په اونۍ کې دوه ځلې د ولایتونو روغتیا رئیسانو سره د ناستو ترسره کولو هرکلی وکړ، خپلې ستونزې او ننګونې یې د عامې روغتیا وزارت له نوماند ته تشریح کړې.
د عامې روغتیا نوماند وزیر، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د یاد شویو ولایتونو لاسته رواړنې او ستونزې وڅېړلې او دوی ته یې لارښوونه وکړه چې د کورونا ویروس د تشخیص او درملنې مرکزونه دې د پلي کونکو مؤسسو سره په هغمږي ولایتي روغتونونو او یا هم هغه مناسب ځایونه چې د خلکو او پلي کونکو مؤسسو په خوښه وي انتقال کړي.
ډاکټر عثماني دوی ته لارښوونه وکړه چې په ولایتونو کې دې د عامه پوهاوي برنامې پیاوړې کړي ترڅو د کورونا ویروس مخنیوي څرنګوالي په اړه خلک ښه پوه شي.