د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کار کونکو ټولنې د مشر تابه پلاوي سره ولیدل
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکونکو ټولنې له مشر تابه پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیایي کارکونکو ټولنې مشر رنځور پوه ډاکټرعبدالودود باجوړی د کووېډ-۱۹ سره مبارزه کې د شهید شویو استادانو/ ډاکټرانو په حق کې دعا وکړه او له لوی رب څخه ورته د جنت الفردوس غوښتونکی شو.
داکتر صاحب باجوړي وویل چې د شهیدانو کورنیو لپاره د عامې روغتیا وزارت باید لازمې اسانتیاوې لکه د هر شهید استاد کورنۍ ته د یوې نمرې ځمکې ورکړه، د دوی کړنو او قرباني ته د احترام په پار د يوې ورځې نومول او یاهم د دوی په نوم د منار/ څلی جوړ شي. هغه همدا ډول وویل چې په کور دننه د طبي توکو او درملو د تولید فابریکو باندې باید پانګونه وشي ترڅو په کور دننه د روغتیایي توکو د تولید برخه پیاوړې شي.
له بلې خوا د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیایي کار کونکو د ټولنې غړو خپل وړاندیزونه، نظریات او ستونزې د عامې روغتیا له نوماند وزیر سره شریک کړل او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت د همکارۍ غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د ټولو نظرونه، ستونزې او وړاندیزونه وا ورېدل او ویې ویل چې د کورونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د شهید شویو ښوونکو/ ډاکټرانو د کورنیو او د دوی کړنو ته د احترام په پار د روغتونونو ځینې څانګې به د دوی په نوم ونومول شي.
ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د روغتونونو بدلون/او تغیر په برخه کې باید ټولو دولتي روغتونونو ته پوره استقلالیت ورکړل شي، تر څو خپل روغتیایي خدمتونه په ښه ډول سره وړاندې کړي عثماني ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت به د ډاکټرانو او روغتییاي کار کونکو ټولنې سره په همغږۍ د ښه روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په پار هڅه کوي.