د عامې روغتیا نوماند وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو له رئیس سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۶:۴۵
د عامې روغتیا نوماند وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو له رئیس سره وکتل

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني د افغانستان لپاره د جرمونو او مخدره توکود برخې (UNODC )له رئیس مارک کولون سره وکتل.

په دغه غونډه کې، د روغتیا نوماند وزیر په افغانستان کې د معتادینو د درملنې برخه کې په شته ستونزو لکه: د ټولنې په کچه د روغتیایي برنامه پیاوړي کول، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو یوځای کول د کلیو او ښارونو په سطحه د معتادینو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو له رئیس سره بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره توکو رئیس ښاغلي مارک کولون په هېواد کې د معتادینو د درملنې او روزنې برنامې پیاوړي کولو لپاره د دې سازمان د تخنیکي همکارۍ په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د عامې روغتیا نوماند وزیر سره شریک کړل او د د معتادینو لپاره د ښه روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو برخه کې د مرستو ژمنه وکړه.

په ورته وخت کې، ډاکټر عثماني په افغانستان کې د جرمونو او مخدره توکو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر له چارواکو مننه وکړه چې د مخدره توکو د غوښتنې کمولو کې یې تخنیکي مرسته وکړه نوموړي د مخدره توکو د کمولو ملي پروګرام له چارواکو او د دې سازمان له نړیوالو کارپوهانومننه وکړه. غوښتنه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د هیواد په کچه د ملي متخصصینو سره په همغږي او تفاهم کې د روږدو کسانو لپاره د درملنې خدمتونو چمتو کولو ته د ودې ورکولو لپاره جامع پلان/طرحه وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS