مقرره تنظیم وظایف اساسی وزارت صحتعامه در نشستید عامې روغتیا وزارت د اساسي دندو د تظیم مقرره د یوې ناستې په ترڅ کې وارزول شوه مورد ارزیابی قرار گرفت
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني په یوه غونډه کې د روغتیا متخصصینو سره د روغتیا وزارت د اساسي دندو تنظیم د مقررې ارزونه وکړه.
د دې غونډې هدف د نړیوالو قوانینو سره سم د روغتیا وزارت د اساسي دندو د مقررې تنظیمولو او وده ورکولو لپاره د روغتیا متخصصینو نظرونه او وړاندیزونه راټولول دي ترسره شوه ترڅو د راتلونکو کلونو لپاره د روغتیا وزارت ستراتیژۍ، پالیسۍ او تشکیلاتي جوړښت مشخص کړي.
د روغتیا نوماند وزیر په دې ناسته کې وویل: "دا مقرره وروستۍ نه ده، ځکه چې د دې د ارزونې او پرمختګ له لپاره یې ستاسو نظریات مؤثراو پلي کېږي، چې د روغتیا وزارت د اساسي دندو لپاره به د نړیوالو مقرراتو سره سم ټاکل کیږي او پلي کیږي."
له بلې خوا، د روغتیا وزارت د اساسي دندو تنظیم مقرر د یو پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د روغتیا برخې مختصصینو ته وړاندې شوه، ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت سره خپله همکاري اعلان کړه.
د عامې روغتیا وزارت د دندو مقرره د روغتیا وزارت د اساسي دندو تنظیم کولو لپاره د روغتیا قانون د (۳۳) مادې پراساس ترتیب شوې ده. دا مقرره نهه فصلونه او شل مادې لري چې د تقنیني پروسې تر پلي کولو وروسته په رسمي جریده کې خپره او پلي کیدی شي.