د روغتیایي پروژو پرمختګ وڅېړل شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۵:۵۸
د روغتیایي پروژو پرمختګ وڅېړل شو

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د نړیوال بانک، آسیا پرمختیايي بانک، یونیسف ، نړیوال روغتیايي سازمان او د ملي پراختیا شرکت له استازو سره خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، دوی د روغتیایي پروژې فعالیتونو د چارو د څرنګوالي په اړه بحث وکړ، په ځانګړي توګه د راتلونکو دریو کلونو لپاره د روغتیایي پروژې قرارداد غزول، په لسو ولایتونو کې د لسو روغتونونو جوړول، د روغتیایي کارکونکو روزنه، او د کوویډ - 19 خدمتونو بیاکتنې لپاره د درېیمې ډلې رامینځته کولو په پار بحث او خبرې وشوې.

ډاکټر عثماني د مرستندویانو، روغتیایي همکارانو او د روغتیا پاملرنې پلي کونکو تر منځ د لا همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او په افغانستان کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره د روغتیایي سکتور چمتووالي ته اشاره وکړه.

له بلې خوا، ډاکټر عثماني د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو موسسو د کړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: "هغه مؤسسې چې دندې یې د عامې روغتیا وزارت معیارونه نه پوره کوي د دوی تړونونه به لغوه شي او قراردادونه به یې نورو وړ مؤسسو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: " چې د روغتیایي خدمتونو د پلي کونکو مؤسسو کړنې چې په دې دوره کې خراب فعالیت ترسره کړی نو روغتیایي پروژو راتلونکي پړاو دمخه باید وڅېړل شي ترڅو وګوري چې ایا! دوی راتلونکي پړاو لپاره وړ دي او کنه."

د عامې روغتیا نوماند وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د کویډ -19 لابراتوار شتون د نورستان ولایت لپاره ډېر اړین دی چې یاد لابراتوار به د ولایتي روعتون په تعمیر کې د شته امکاناتو په کار اخیستلو سره د PEF پروژې په ملاتړ جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS