ډاکتر ابراهیم شینواری د افغانستان د درملو او خوړو خپلواکه ملي ادارې د رئیس په توګه و ټاکل شو
دغه غونډه چې د عامې روغتیا وزارت په تالار کې نیول شوې وه، د چارو ادارې لوی رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي،
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح
د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، په ملي شورا کې د خلکو استازي یوشمېر رئیسان، روغتیایي کارکونکو او قومي مشرانو برخه درلوده.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي؛ د دې غونډې په دوام کې وویل: "ښاغلی شینواری یو صادق او تجربه لرونکی شخص دی چې د درملو او خوړو خلواکه ادارې په راس کې د ټاکل کېدو سره کولای شو لاندې اصلاحات، لکه: د درملو او خوړو د کیفیت ښه کول، اعتبار لرونکو شرکتونو ته جواز ورکول، په هېواد دننه د درملو تولید او د اداري فساد سره مبارزه به رامینځته کړي
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح وویل: د ډېر ویاړ ځای دی چې نن د افغانستان د درملو او خوړو خپلواکه ملي ادارې رئیس ډاکتر ابراهیم شینواری چې یو پوه، ژمن، صادق او مدبر شخص دی ټاکل شوئ د معرفي کېدو په مراسمو کې ګډون لرم.
ډاکټر مجروح زیاته کړه، "د نن ورځې برنامه د هېواد یو له ترټولو پاک، ژمن او صادق شخص څوک چې د افغان طبي ټولنې یوه بېلګه ده، د یوې ادارې په راس کې چې په ژبه او الفاظو ډېر ساده مګرهره پرېکړه او غیر مسؤلانه لاسلیک یې د هېواد په ټولو برخو کې د روغتیا، سلامتیا، اقتصاد، ماشوم، مور او پلار په روغتیا باندې اغېز کولی شي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د افغانستان جلالتمآب ولسمشر، هغه لید لوری چې د افغانستان د اتکا، پراختیا او ارزښتونو د دفاع په پار لري د هېواد د روغتیايي سیستم د ښه والي او پیاوړتیا په خاطر په دې وخت کې ټولې مادي او معنوي پانګونه په دې باندې متمرکزه کړې ده.
سربېره پردې، ډاکټرمجروح د نوي فصل په پیل او په هېواد کې د روغتیا سکتور پر پیاوړتیا، اصلاحاتو او قوي ارادې ټینګار وکړ او افغانستان به نور د درملو مصرفوونکي هېواد نه بلکې د هغه هېواد په توګه چې ډاکټر، ناروغ او رهبر به یې په درمل پلورنځي باندې باور او اعتبار ولري او په هیواد دننه به نوښتګرو او شرکتونو ته د درملو د تولید بستر برابر کړي.
همدارنګه، د خوړو او درملو خپلواکه ادارې نوي ټاکل شوي رئیس ډاکټر محمد ابراهیم شینواری چې د ولسمشر د فرمان پر اساس ټاکل شوی دی وویل: "د انسانانو په ژوند کې دوه ډیر مهم عناصر شتون لري، چې یو درمل او بل خواړه دي او موږ به هڅه وکړو ترڅو د درملو او خوړو کیفیت ښه کولو، اصلاحات، د کاري پروسې اسانه کول او خپلو هېواد والو ته متعهد او د خدمت جوګه واقع شو چې په دې برخه کې هڅې وکړو.