د چین هېواد له افغانستان سره په مجموع ډول څلورسوه زره دوزه د کورونا واکسین مرسته کوي

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۱۶:۴۱
د چین هېواد له افغانستان سره په مجموع ډول څلورسوه زره دوزه د کورونا واکسین مرسته کوي

د چین هېواد سفیر ښاغلي وانګ یو، نن د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغانستان دولت سره د کورونا واکسین د دوه سوه زره دوزه نور واکسین له مرستې خبر ورکړ.

ښاغلي وانګ په مخکنۍ ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره يې چې درلوده د دغه هېواد لخوا د دوه سوه زره دوزه واکسین د مرستې ژمنه کړې وه چې دوه سوه زره دوزه نور د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه د دهېواد لخوا اضافه شوئ دی، په دې سره د دغه هېواد لخوا د مرسته شوي واکسین مجموعي شمېر څلور سوه زره دوزه ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، د چین هېواد د دې مرستې له امله مننه وکړه او د کورونا واکسین یې د روغتیا سکتور لپاره د دې ویروس په مهارولو کې یوه مهمه اړتیا وبلله.

هغه همدارنګه د چین هېواد د عامې روغتیا وزارت ښه ملګری وباله او په افغانستان کې د کورونا بحران په اوج کې د دې هېواد مرستې خورا ګټورې او ارزښتناکې وګڼلې.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر د چین هېواد له سفیر څخه وغوښتل چې د جمهوریت روغتون د طبي دستګاه وؤ په فعالولو کې د عامې روغتیا وزارت سره مرسته وکړي.

له بلې خوا، ښاغلي وانګ په افغانستان کې د چین هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د کورونا ویروس بحران د جمهوریت روغتون د طبي وسایلو په فعالولو کې د دغه هېواد همکارۍ وځنډولې او د کورونا ویروس د رامینځته شوي وضعیت له نورمالېدو سره سم به په دې برخه کې زموږ د همکاریو بهیر پیل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS