د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار ولایت له والي سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۱۰:۵۱
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کندهار ولایت له والي سره وکتل

شنبه، وری ١٤٠٠/٢٩

د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د نن ورځې په پای کې د کندهار له والي ښاغلي روح الله خانزاده سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د کندهار ولایت د عمومي روغتیایي وضعیت، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه کولو د څرنګوالي په پار د هر اړخیزه همکارۍ او په دې ولایت کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو د پلي کوونکې مؤسسې د ننګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د کندهار والي څخه د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه همدارنګه په ​​دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې مؤسسې ننګونو د اورېدو سربېره، د مؤسسې له مسؤل څخه وغوښتل چې د وزارت له لورې د ټاکل شوي معیارونو سره سم خپلې دندې ترسره کړي.

په ورته وخت کې د کندهار والي ښاغلي روح الله خانزاده، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په ښه والي کې پر خپلې بشپړې همکارۍ ټینګار وکړ او په دغه ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پلي کوونکې مؤسسې د فعالیتونو د څارنې په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې ډاکتر مجروح، کندهار ولایت ته د خپل دوه ورځني سفر په جریان کې، په نیمه شپه کې د ارغندآب، سپین بولدک، تخته پُل او دامان ولسوالیو له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او د روغتیایي کار کوونکو کړنې یې په دې مرکزونو کې له نږدې وارزولې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS