د نایب امین الله خان لوګري روغتون ته د لوګر ولایتي روغتون د لېږد په پار د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې
جمعه، د اختر دویمه ورځ، غویی ٢٤/١٤٠٠
۶ برخه:
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د لوګر والي ښاغلي قیوم رحیمي سره په ګډه نن د لوګر د نایب امین الله لوګري روغتون نه لیدنه وکړه او دې روغتون ته یې د لوګر ولایتي روغتون د لېږد پر اړتیا ټینګار وکړ.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: په ولایتي روغتون کې د روغتیايي خدمتونو د پراخولو په پار موږ هڅه کوو چې ولایتي روغتون د نایب امین الله خان لوګري روغتون ته چې یو معیاري او ښه سمبال روغتون دی ولېږدوؤ.
هغه همدارنګه زیاته کړه: موږ د پاکستان له روغتیايي چارواکو سره په تماس کې یو چې د هغه دستګاه وؤ او تجهیزاتو په فعالولو کې همکاري وکړي چې لاهم په دې روغتون کې غیر فعال دي ترڅو دا دستګاه وې فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ډاکتر مجروح د دغه روغتون د کوویډ -١٩ څانګې څخه هم لیدنه وکړه او د کورونا ناروغانو پاملرنې د څرنګوالي ارزونه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې ډاکتر مجروح د اختر په لومړۍ او دویمه ورځ خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو ته د دوه ورځني سفر په ترڅ کې په دغه ولایتونو کې یې له یو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.