د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره پر نورو محدودیتونو ټینګار کوي

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۲۱:۹
د عامې روغتیا سرپرست په کابل کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره پر نورو محدودیتونو ټینګار کوي

پنجشنبه، غبرګولی ١٣/١٤٠٠

د عامې روغتیا سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د کابل له والي محمد یعقوب حیدري، د کابل ښاروال داوود سلطان زوی، د حج او اوقافو وزارت مرستیال داکتر امین الدین مظفری او د کابل امنیه قوماندان سره په یوه بېړنۍ ناسته کې په کابل کې د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره په کابل کې د زیاتو محدودیتونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې له غونډو څخه د مخنیوي د څرنګوالي په ځانګړي توګه د حمامونو، د لامبو وهلو حوضونه، د سپورټ تالارونه، د فاتحې صالونونو او د ګڼې ګوڼې ځایونو د بندولو په اړه بحث د نظر تبادله وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په کابل کې د کورونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ټولنیزو غونډو او ګڼې ګوڼې بندول به له موږ سره د ویروس په کنټرول کې مرسته وکړي.

ډاکترمجروح، روغتونونو ته د اکسیجن رسول یوه جدي اړتیا وبلله او د کابل له والي او امنیه قوماندان څخه یې وغوښتل چې د آکسیجن بالونونو په برابرولو کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کابل ولایت مسؤولینو، د کابل ښاروال، د حج او اوقافو وزارت او قوماندانان په کابل کې د نورو محدودیتونو د وضعیت په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل او په خپله هر اړخیزه همکارۍ یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۵
Background image

د جمهوریت روغتون د ریفورم په اړه ناسته تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د جمهوریت روغتون د ریفورم په برخه کې د چارو ترسره کولو په موخه د ریاست الوزرا اداري مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ګمارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۴
Background image

د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو سره ولیدل

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون له مسؤلینو او روغتیايي پرسونل سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون په پرانیستې خوښي څرګنده کړه او د اړمنو هېوادوالو. . .

BACK TO NEWS