د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي ادارو دندې وارزول شوې

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۱:۳۹
د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي ادارو دندې وارزول شوې

یکشنبه، غبرګولی ٢٣/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن په پلازمېنه او ولایتونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه کې د روغتیایي ادارو د کړنو څرنګوالی وارزوؤ.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي کمېټو مسؤولینو او د فارياب، فراه، زابل، بلخ، خوست، پروان او هلمند ولايتونو د عامې روغتیا رئيسانو خپلې کړنې او ننګونې د عامې روغتيا وزارت مشرتابه ته وړاندې کړې او د شته ستونزو د حل په پار یې د عامې روغتیا وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیایي ادارو د دندو او ننګونو د کتنې پر مهال د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی د ننګونو د حل لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

ډاکتر مجروح، همدارنګه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کوونکو مؤسسو له مسؤولینو څخه وغوښتل چې د ولایتونو کووېډ -١٩ په هر روغتون کې یو یا دوه د هیمو ډیالېز ماشینونه واخلي او نصب دې کړي.

هغه همدارنګه په ​​هېواد کې د اکسیجن کموالي ستونزې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ٤٥٠٠ د اکسیجن بالونونه د ایران هېواد څخه پېرودل شوي دي او تمه ده چې ژر هېواد ته را ورسېږي له بلې خوا له یو ملي سوداګر سره هوکړه شوې ده چې له مخې به یې هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ بالونه اکسیجن له ازبیکستان هېواد څخه هېواد ته واردوي او د عامې روغتیا وزارت په واک کې یې ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له ټولو حوزوي ولایتونو څخه وغوښتل چې د ګاونډیو ولایتونو سره د سرچینو په وېش کې عدالت تامین کړي او طبي تجهیزات او اړتیا وې دې نورو ولایتونو د اړتیا پر اساس په مساوي ډول ووېشي.

په ورته وخت کې، ډاکتر مجروح په هېواد کې د غونډو او تجمعاتو پر مخنیوي ټینګار وکړ د ولایتونو د عامې روغتیا مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ښوونیزو مرکزو او د ګڼې ګوڼې ورته نورو ځایونو له بندولو څخه جدي څارنه وکړي او له سر غړوونکو سره دې پرېکنده چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS