د خصوصي ښوونځیو له استازو سره ناسته ترسره شوه
![د خصوصي ښوونځیو له استازو سره ناسته ترسره شوه](/sites/default/files/2021-06/203566990_1381241848911657_3942702217646050172_n.jpg)
سه شنبه، چنګاښ ۱/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد شفیق میرزازاده، د یوې ناستې په ترڅ کې د خصوصي ښوونځیو له استازو سره خبرې اترې او وکتل.
په دغه لیدنه کې، د خصوصي ښوونځیو استازو د خپلو ښوونځیو د بیا پیل په پار طرحه د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه سره شریکه کړه او د زده کوونکو د درسونو د بیا پیل غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال وویل: موږ دغه طرحه د لا ارزونې په پار له روغتیایي متخصصینو سره شریکوو او له هر اړخیزې ارزونې وروسته به یې پایلې د پوهنې وزارت او ستاسو له استازو سره شریکې کړو.
دغه راز، ډاکتر میرزا زاده، له ټولو هېواد والو څخه وغوښتل چې د ماسک په اغوستلو، له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوئ، د ټولنیز واټن ساتل او د روغتیایي سپارښتنو په عملي کولو سره په هېواد کې د ویروس د لا خپرېدو مخه ونیسي او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.