کندهار ولایت کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر ښه والي د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه هڅې
شنبه، چنګاښ ۱۹/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، د هېواد په جګړیز وضعیت او سختو ورځو کې کندهار ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د میرویس حوزوي روغتون د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی تر ارزونې لاندې ونیوه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ددغه روغتون له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي لپاره یې د اړونده څانګو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ډاکترمجروح، له هغو ټپيانو څخه چې د هېواد په سویل کې د جګړې په نتیجه کې دغه روغتون ته لېږدول شوي دي روغتیا پالنه/لیدنه وکړه او له مسؤولینو یې وغوښتل چې دوی ته د لاسرسي او درملنې په پار ټولې شته اسانتیاوې او امکانات چې د دوی په واک کې دي وکاروي.
هغه د دغه د روغتون کړنو د ارزونې پرمهال د کابل روغتونونو څخه د متخصصینو یو ټیم دغه ولایت ته وغوښته ترڅو د دغه روغتون ډاکترانو ته د بېړنۍ پاملرنې برخه کې روزنه ورکړي.
د هېواد د روغتیایي وضعیت ارزول او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکول د ډاکتر مجروح له مهمو لومړیتوبونو څخه دي، هغه تل هڅه کړې چې د هېواد لیرې پرتو سیمو ته سفر وکړي او خلکو ته د مساوي او عادلانه روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له بڼې څخه ډاډ ترلاسه کړي.