د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو لپاره د روزنې زمینه برابروي
دوشنبه، زمری ۴/۱۴۰۰
د عامې روغتیا سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د اړوندو ادارو له استازو سره د روغتیایي کارکوونکو ظرفیت لوړولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په روغتونونو کې د روغتیايي کارکوونکو د پوهې کچې پر لوړولو باندې ټینګار وکړ او د اړوندو ادارو له مسؤولینو یې وغوښتل چې په روغتیايي مرکزونو کې دې یوه ارزونه ترسره کړي ترڅو مشخص شي چې په کومو برخو کې روغتیایي کارکوونکي روزنې ته اړتیا لري.
ډاکترمجروح، د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د روزنې په برخه کې د روغتیایي کارکونکو اړتیاوې دې په یوه جامع روزنیزه طرحه کې په ګوته کړي او په هغه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ټولې برخې د مدیریتي برخو په شمول شامل کړي؛ ترڅو د هغه مطابق په هېواد دننه او بهر ټولې روزنیزې برنامې ترسره شي.
دغه راز، د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د دولت له بودیجې څخه د طبي وسایلو پېرودلو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه په پام کې ده چې حکومت د روغتیا سکټور لپاره پرمختللي طبي وسایل وپېري او اړتیا ده چې روغتیايي کارکوونکي د طبي وسایلو کارولو د څرنګوالي په اړه وروزل شي.
هغه همدارنګه، زیاته کړه چې په کابل کې له ولایتونو سره د طبي متخصصینو او د حوزوي روغتونونو څخه له ګاونډیو ولایتونو سره د مهارتونو شریکول د دغه وزارت د روزنیزو پروګرامونو یوه برخه ده.