په شیخ زاید روغتون کې د آکسیجن  تولید څانګه پرانیستل شوه

Panah_moph
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۵:۴۸
په شیخ زاید روغتون کې د آکسیجن  تولید څانګه پرانیستل شوه

 چهارشنبه، جوزا ١١/ ۱۴۰۱
 د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي او ملګري پلاوي یې د یوې غونډې په ترڅ کې د شیخ زاید روغتون د اکسيجن د تولید څانګه پرانیسته او  ګټې اخيستتې ته وسپارله.
 د وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت او د ناروغانو د روغتيايي حالت د ښه والي په خاطر د دغې دستګاه فعالول يو اغيزمن ګام وباله او ويې ويل چې دغه دستګاه د اروپايي اتحاديې، آغاخان بنسټ او کورديد مٶسسې په مالي مرسته د ١٦ ميليوڼه افغانيو په ارښت ،  د اوو مياشتو  په موده کې جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
 ډاکټر غياثي زياته کړه، چې دغه دستګاه په يوه ورځ او شپه کې د څلويښتو اکسيجن بالونونو د توليد وړتيا لري، چې د ناروغانو د روغتيا په برخه کې به ترې کار واخلي.
 د يادونې وړ ده، چې د آغا خان دفتر د کورديد  له انستيتوت سره په همکارۍ په بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، باميان، نيمروز، هرات، پکتيا، کابل او اروزګان ولايتونو کې لس د آکسيجن دستګاوې  نصب کړي، چې په کې د  اووه ولایتونو د جوړيدو کار تمام  او درې نور ولایتونه ګټې اخستنې  ته چمتو دي.
 د شیخ زاید روغتون ۱۰۸ بستره لري او په دغه روغتون کې ډاکټران د عصبي جراحي، عصبي او د عاجل پاملرنې په څانګو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۲۹
Background image

له ۲۰۲۶ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۳۰ کلونو پورې د رواني روغتیا ملي ستراتیژۍ جوړولو لپاره د تخنیکي کمېټې غونډه تر سره وشوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، IOM او همکارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د GP مؤسسې له لوري د تمویلېدونکي روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت، چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۲:۳۳
Background image

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې یوه ځايي اوسیدونکي خپله ۱۵سوه متر مربع شخصي ځمکه د روغتیايي مرکز لپاره وقف کړه

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د نوموړي شخص د دغه اقدام ستاینه وکړه او دا چاره یې د سیمې له اوسیدونکو سره لویه ښېګڼه وګڼله، هغه زیاته کړه، چې په یاده ځمکه به د یوه. . .

BACK TO NEWS