د عامې روغتیا وزارت په استقلال ملي او تخصصي روغتون کې د اینډو یورالوژي ماشینونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل
![MOPH](/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-02-25_at_1.41.41_pm.jpeg)
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ګڼ شمېر روغتیا پالانو شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د نوي روغتونونو او روغتیايي مراکزو د جوړېدو ترڅنګ په طبي تجهیزاتو او ماشینونو د روغتونونو سمبالول د خپلو لومړیتوبونو څخه وبلل او ویې ویل، موږ هڅه کوو، چې د هېواد ټول روغتونونه او روغتیايي مراکز په عصري طبي تجهیزاتو او ماشینونو سمبال کړو؛ تر څو په کور دننه ناروغانو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.