د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د UNFPA دفتر، (JACK) او (AHDS) له استازو سره لیدنه ترسره کړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د UNFPA دفتر، (JACK) او (AHDS) تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې دواړو لورو په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د UNFPA دفتر په همکارۍ د (JACK) او (AHDS) تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د جوړو شویو روغتیايي ځالو اړوند بحث او خبرې ترسره کړې.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل: ( د عامې روغتیا وزارت د انجینرۍ ټیم د ارزونې له مخې په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې د جوړو شویو روغتیايي ځالو په ځینو برخو کې ستونزې شته او د اړوندو ادارو له لوري باید د حل او اصلاح په موخه لازم اقدامات ترسره شي؛ ترڅو ژر تر ژره موجوده ستونزې حل او جزئیات یې د عامې روغتیا وزارت سره شریک شي.)
له بل لوري د روغتیا په برخه کې (JACK) او (AHDS) تطبیق کوونکو مؤسسو استازو ژمنه وکړه، چې په ننګرهار او ارزګان ولایتونو کې به د جوړو شویو روغتیايي ځالو د ستونزو حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کوي او جزئیات به یې د عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.