د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په جوزجان ولایت کې له یو شمیر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۳:۲۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو لیدنه ترسره کړه.

د دغه سفر پرمهال، چې د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي یې هم ملتیا کوله د روغتیايي مسئولینو او تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره د لیدنې سربېره  یې په دغه ولایت کې له یوشمېر دولتي او خصوصي روغتیايي مرکزونو نظارت ترسره کړ، چې په ترڅ کې اړوندو مسئولینو ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې ترسره شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د وينې ملي بانک امر، ډاکټر نيازګل نيازمند:

تېر کال کې په مرکزي وینې بانک کې ١٣٥٦١ پاینټه وینه د تلسیمیا ناروغانو ته اهدا شوې ده، چې په اوسط ډول هره ورځ نږدې ۵۰ ناروغانو ته وینه برابریږي.

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د عامه پوهاوي تر څنګ نړیوالو بنسټونو او ملي سوداګرو ته په کار ده، چې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلی مولوي عبدالولي حقاني د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

د افغانستان ا.ا په هېواد کې د روغتیايي سکټور. . .

BACK TO NEWS