د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د ۱۴۰۳ هـ ش په انټرنس ازموینه کې د محرومو ولایتونو ټریني بستونو سهمیه

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس اړوند، ولایتونه چې زابل، نورستان، بامیان، سمنګان، سرپل، ارزګان، پکتیکا، غور، کونړ او بدخشان ولایتونه په کې شامل دي، په عمومي داخلې، کوچنیانو داخلې، اُرتوپیدي، نسایي ولادي او سترګو عمومي جراحي څانګو کې له کم شمېر او یا هم د متخصصینو له نه شتون سره مخ دي.

په همدې اساس د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د پرېکړې سره سم په ولایتونو کې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه په ذکر شویو ولایتونو کې د اکمال تخصص برنامې په بستونو کې ځانګړی سهم په نظر کې نیول شوی؛ ترڅو د یادو ولایتونو اصلي اوسېدونکي په انټرنس ازموینه کې هغې ته نوملیکنه وکړي.

د یادو ولایتونو محترم نوماندان د اړونده کړنلارې پر بنسټ په لاندې شرایطو سره د تخصص پروګرام ته معرفي کېږي.

۱- نوماند باید د هغه ولایت اوسېدونکی وي چې سهمیه ورته نظر کې نیول شوی.

۲- نوماند په اړونده برخه کې د تخصص برنامې له میعاد سره سم مکلف دی، چې په یاد ولایت کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

۳- د کړنلارې سره سم به خپله ژمنه عملي کوي.

یادونه: نوماندان باید د لاندې جدول له مخې د خپلې خوښې څانګه انتخاب او د ازموینو ملي ادارې د ویب پاڼې له لارې نوملیکنه وکړي.

د سهمې لیست : https://moph.gov.af/dr/media/930

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

د ۱۴۰۳ هـ ش په انټرنس ازموینه کې د محرومو ولایتونو ټریني بستونو سهمیه

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو پر اساس اړوند، ولایتونه چې زابل، نورستان، بامیان، سمنګان، سرپل، ارزګان، پکتیکا، غور . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۳:۳۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو متخصصینو د پام وړ چې غواړي خپل تخصص سند ترلاسه کړي.

ټولو هغو محترمو متخصصینو ته چې د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو ترمنځ د مونوګراف او Comprehensive لومړۍ او دوهمې دورې ازموینو کې بریالي . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۱:۲۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست خبرتیا!

ټول په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص ازموینې لپاره د ۱۴۰۳ لمریز کال جدي میاشتې ۱۶ مې نېټې پورې د لاندې لینک له لارې نوملیکنه وکړي.

 نوملیکنې برخه کې د . . .

Back to announcements