تورخم عمري میشت غالي کې د کثافاتو د سوځولو ساختمان جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوی امین الله شریف د یاد ساختمان د پرانیستې پرمهال خوښي څرګنده کړه، چې د خطر لرونکو کثافاتو د سوځولو لپاره ساختمان جوړ شو او په دې برخه کې یې د IRC مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه
هغه همداراز، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې ټول کثافات په منظمه او خوندي توګه د سوځېدلو په موخه Incinerator ته انتقال کړي او د یاد ساختمان مراقبت او ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي.
