د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ څارنې درېیم پړاو په ستوماتولوژي او ایریناسلیمي روغتونونو او د عدلي طب خدماتو کې ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۱
moph

دا څارنه د متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ نیمګړتیاوو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونو له لوري په ستوماتولوژي او ایریناسلیمي روغتونونو او د عدلي طب خدماتو کې ترسره شوه

په پیل کې یادو ټیمونو د دغو روغتونونو له مسؤلینو سره د اکمال تخصص پروګرام د معیاري کولو په اړه خبرې وکړې او د اکمال تخصص لوی ریاست موخو ته د رسېدو او د پروګرام د معیاري کولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

سربېره پر دې، د لاندې موضوعاتو پر اهمیت هم خبرې ترسره شوې، لکه: (د کریکولم تطبیق، علمي کنفرانسونه، Logbook، د ناروغ پر بستر تدریس (Bedside Teaching) Morning Report، Morning Visit، او Case Presentation)؛ ځکه دغه موضوعات د ډاکټرانو د علمي کچې او مسلکي وړتیاوو په لوړولو کې اساسي رول لري.

د یادونې وړ ده، چې دا بهیر د مرکز په ټولو تخصصي روغتونونو، ولایتونو او همدارنګه په متممو خصوصي مرکزونو (نظامي او خصوصي تخصصي مرکزونو) کې هم د تطبیق وړ دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۶
Background image

د بغلان ولایت دوشې ولسوالۍ کې له یو شمېر درملتونونو، روغتیايي کتنځايونو او د خوراکي توکو له تاسیساتو څخه نظارت ترسره شو

په دې پروګرام کې له ۳۱ بابه روغتیايي تاسیساتو، ۳ بابه رسټورانټونو او د شېریخ‌ جوړولو څخه د دوشې ولسوالۍ د کیله‌ ګي بازار کې نظارت ترسره شو، چې پایله کې يې ۵ روغتیايي کتنځايونه د جواز نه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۲
Background image

په اوو ولایتونو کې د واکسیناسیون په اړه د عامه پوهاوي غونډې ترسره شوې

د ننګرهار، خوست، پروان، پنجشیر، جوزجان، فراه او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو اړوند د کتلوي معافیت ملي پروګرام امریتونو له لوري «واکسینونه د هر نسل لپاره مؤثر دي» تر شعار لاندې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۸
Background image

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون ته د شاوخوا ۱۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړین توکي واخیستل شول

دغه توکي د یاد روغتون د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ناروغانو درملنې بهیر د لا ښه والي په موخه د ځوانانو روغتیايي او پرمختیایي مؤسسې (YHDO) په همکارۍ اخیستل شوي دی.

BACK TO NEWS