د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون پلي کولو په موخه د بین الوزارتي هیئت د همغږۍ دوهم پړاو غونډه ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۸:۲۷
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د بېلا بېلو امارتي ادارو د مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزیر،  په دې غونډه کې وویل: (د درملو، خوراکي توکو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی، جدي، اړین او خورا مهم دی او موږ له اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوو، چې د دې قانون د پلي کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي).

همداراز، د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد وویل: "موږ د دې قانون د پلي کولو لپاره تطبیقي پلان چمتو کړی او د قانون په رڼا کې مو د هرې ادارې دندې مشخصې کړې دي، ترڅو په اړه یې  راتلونکي اجراات تر سره شي او موږ له همکارو ادارو څخه غواړو، چې په دې برخه کې زموږ له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي".

سربېره پردې، د خوړو او درملو مرستیال، د دې قانون له توشیح وروسته د یادې ادارې د اقداماتو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

وضعیت مراکز صحی ولایت جوزجان مورد ارزیابی  قرار گرفت

مولوی محمودالله زاهد، رئیس تطبیق قوانین صحی و بررسی وزارت صحت‌عامه، و هیئآت تخنیکی همراهش، به‌منظور ارزیابی وضعیت صحی به ولایت جوزجان سفر نمودند.

در جریان این سفر، با قاری ذبیح‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

از یک تعداد مراکز صحی ولایت جوزجان نظارت صورت گرفت

مولوی محمودالله زاهد، رئیس تطبیق قوانین و بررسی صحی وزارت صحت عامه و هیآت تخنیکی همراهش، در جریان سفر شان به ولایت جوزجان، از مرکز صحی CHC ولسوالی فیض‌آباد، شفاخانه ۳۰ بستر ولسوالی آقچه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۴
Background image

از شفاخانه‌های خصوصی ولایت جوزجان نظارت صورت گرفت

مولوی محمودالله زاهد، رئیس تطبیق قوانین صحی و بررسی وزارت صحت‌عامه، وهیئآت تخنیکی همراهش، به‌منظور ارزیابی وضعیت صحی، از شماری از شفاخانه‌های خصوصی ولایت جوزجان نظارت به عمل آوردند.

در. . .

BACK TO NEWS