د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډې د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې ترسره شوې

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۴:۱۵
MOPH

د ياده اونۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډې چې هر کال د اګست له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې ترسره کېږي، د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست تر رهبرۍ لاندې په مرکز او ټولو ولایتونو کې ترسره شوې.

په دغو غونډو کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې پر اهميت، ملاتړ او پراختیا ټینګار وشو او له میندو او کورنیو غوښتنه وشوه، چې ماشوم ته د زیږون په لومړي ساعت کې د مور شیدې ورکړي، تر شپږو میاشتو پورې یې یواځې د مور په شیدو تغذیه کړي او له شپږو میاشتو وروسته د مناسبو بشپړوونکو خوړو ترڅنګ تر دوو کلونو یا زیاتې مودې پورې د مور شیدو ته دوام ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت مرکزي او ولايتي مسؤلينو د مور او ماشوم د تغذیې ښه والي په موخه پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او له میندو، کورنیو، ټولنې، اړوندو ادارو او ملي او نړیوالو همکارانو یې وغوښتل، چې د مور په شیدو د تغذیې د ملاتړ او ترویج په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

ریاست ارتقای ظرفیت وزارت صحت‌عامه، به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و اداری کارمندان، دو برنامه آموزشی جداگانه را برگزار کرد

در این برنامه‌ها، برای ۲۲ کارمند اداری ریاست‌های تفتیش داخلی، صحت محیطی، برنامه ملی تداوی معتادین و ریاست تنظیم شورای نرسنگ و قابله‌گی، آموزش دو روزه اداری و برای ۴۴ کارمند مسلکی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه ا.ا. افغانستان، و هیئآت همراهش؛ از بخش‌های مختلف شفاخانه تخصصی اندرا گاندی دیدار کرد

محترم وزیر صحت‌عامه از بخش نرسری، بخش پذیرش و بخش HDU این شفاخانه دیدار نموده و وضعیت عمومی بخش‌های یادشده، روند ارائه خدمات و امکانات موجود را از نزدیک ارزیابی کرد.

همچنان محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS