د تخار ولایت په چاه‌ آب ولسوالۍ کې د اته میلیونه افغانیو په ارزښت یوه روغتیايي ځاله جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۷
moph

یاده څانګه د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر ذبیح الله حارث، د ټولنې پر کچه د روغتيايي کارکوونکو آمر ډاکټر محمد اصف صميم او مل پلاوي له لوري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رئیس، ډاکټر ذبیح الله حارث د یادې روغتیايي ځالې جوړېدل د سیمې اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل: د دې مرکز له فعالېدو سره به د خلکو روغتيايي ستونزې تر ډېره حل او له غوره خدماتو به برخمن شي.

دغه راز، ډاکټر محمد اصف صميم وويل: د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت او لاسرسي ښه والي لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته او د خلکو اړتیاوو ته په کتو روغتیايي مرکزونه پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۸
Background image

برگزاری برنامه آموزشی پنج‌روزه بایومدیکل برای ۱۰ تکنالوژیست طبی از هفت ولایت

یک برنامه آموزشی پنج‌روزه تحت عنوان «بایومدیکل (Bio Medical)» برای ۱۰ تن از تکنالوژیستان طبی هفت ولایت از آمریت لابراتوارهای مرکزی ریاست خدمات تشخیصیه وزارت صحت عامه، با همکاری صندوق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۳۷
Background image

یک آشیانه صحی به ارزش هشت میلیون افغانی در ولسوالی چاه‌آب ولایت تخار ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

این آشیانه از سوی داکتر ذبیح‌الله حارث، رئیس خدمات صحی اساسی وزارت صحت عامه، داکتر محمد آصف صمیم، آمر کارمندان صحی در سطح جامعه و هیأت همراهش، در جریان مراسمی افتتاح و به بهره‌برداری. . .

BACK TO NEWS