په بلخ کې د بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو لپاره له SCI سره د ۴۵۹ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۳۰
moph

د عامې روغتیا وزارت له لوري بلخ ولایت کې بې ‌ځایه شویو (IDPs) او کوربه ټولنو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي، تغذیوي خدمتونو او د ماشومانو ساتنې د ملاتړ موخه له Save the Children International-SCI مؤسسې سره د (۴۵۹۷۴۸) څلور سوه نهه پنځوس زره اووه سوه اته څلوېښت ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د شپږو میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۳ روغتيايي مرکزونو او یو ګرځنده روغتیايي ټیم له لارې د یاد ولایت (۵۶۰۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۵۲) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د SCI مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د شپږو میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

ریاست ارتقای ظرفیت وزارت صحت‌عامه، به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و اداری کارمندان، دو برنامه آموزشی جداگانه را برگزار کرد

در این برنامه‌ها، برای ۲۲ کارمند اداری ریاست‌های تفتیش داخلی، صحت محیطی، برنامه ملی تداوی معتادین و ریاست تنظیم شورای نرسنگ و قابله‌گی، آموزش دو روزه اداری و برای ۴۴ کارمند مسلکی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

محترم مولوی نور جلال جلالی وزیر صحت‌عامه ا.ا. افغانستان، و هیئآت همراهش؛ از بخش‌های مختلف شفاخانه تخصصی اندرا گاندی دیدار کرد

محترم وزیر صحت‌عامه از بخش نرسری، بخش پذیرش و بخش HDU این شفاخانه دیدار نموده و وضعیت عمومی بخش‌های یادشده، روند ارائه خدمات و امکانات موجود را از نزدیک ارزیابی کرد.

همچنان محترم وزیر. . .

BACK TO NEWS