د عامې روغتیا وزارت په اندراګاندي تخصصي او ثالثي روغتون کې د روان کال په بهير کې ۴۹۷۵ لوی او واړه جراحي عملیات ترسره شوي دي
په ترسره شویو عملیاتو کې ۳۵۹۳ لوی او ۱۳۸۲ واړه جراحي عملیات شامل دي، چې ټول د افغان متخصصو او تجربهلرونکو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.
همدارنګه، په یاد روغتون کې ۱۴۱۷۸۹ ناروغانو ته (OPD) او ۲۳۳۲۴ ناروغانو ته بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.
