د روان کال په ترڅ کې د غور ولایتي روغتون کې ۳۱۳۲ لوی او واړه جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۳:۹
MOPH

له یادو عملیاتو څخه ۱۳۱۰ لوی او ۱۸۲۲ واړه عملیاتونه وو، چې ټول د افغان متخصصو او باتجربه ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

همدارنګه، په یاد روغتون کې ۶۸۳۷۱ ناروغانو ته د سراپا (OPD) او ۱۰۸۳۱ ناروغانو ته د داخل بستر (IPD) روغتیايي خدمتونه په وړیا توګه وړاندې شوي دي.