د بغلان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه

akbari_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۶ - ۱۵:۲۵
د بغلان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه

د بغلان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره شوه:

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د بغلان له ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي یې د بغلان ولایتي روغتون له مختلفو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه او د روغتیايي کارکوونکو کارونه یې له نېږدې ولیدل.

همدارنګه ښاغلي مولوي صاحبزاده په بغلان ولایتي روغتون کې د بستر ناروغانو سره ولیدل، ستونزې یې ورته واورېدې او د حل په موخه یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

د بغلان ولايت څخه د ليدنې په ترڅ کې د ولايتي روغتون مراجعينو ته د تشنابونو د نه شتون له کبله د لس تشنابونو د کار د پيل او د عمليات خونې د معياري کولو تر څنګ د انستيزې برخې ډاکټرانو د ظرفيت لوړونې لپاره مرکز ته ليږلو امر وشو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۲۱
Background image

دیدار رئیس صحت‌عامه بلخ با وزیر صحت ازبکستان برای تقویت همکاری‌های صحی

رحمت‌الله منصور رئیس صحت‌عامه ولایت بلخ، با محترم اصیل‌بیک خدایاروف وزیر صحت‌عامه کشور ازبکستان و هیآت همراهش، به‌منظور تقویت همکاری‌های صحی نشستی را در دفتر کارش برگزار کرد.

در این. . .

BACK TO NEWS