دعامې روغتیاوزارت اړوندمرکزي لابراتوارونو 85 قلم ریجینټونو او مصرفی لابراتواری موادودتړون ورکولودپریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند مرکزي لابراتوارونو 85 قلم ریجینټونو او مصرفی لابراتواری موادو تړون (شرکت اکبری برادران لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-5657) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د خیرخانی دوهمه حصه ،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (6,513,680) شپږ میلیون پنځه سوه دریالس زره شپږ سوه اتیا افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند ساختماني تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.