د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کي د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۰:۱۸
د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کي د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د چهاربولک ولسوالۍ په بیست پیکال کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یو روغتیايي مرکز پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال، ډاکټر محمد حسن غیاثي د یاد روغتیايي مرکز پرانیسته د چهاربولک ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یو ستر زېری وګاڼه او و یې ویل: ( د عامې روغتیا وزارت  ژمن دی چې د هېواد ټولو لېرې او نېږدې سیمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدماتو زمینه برابره کړي.)

د یاد روغتیايي مرکز په توسط به د لس کلیو شاوخوا ۷۵۰۰ اوسېدونکي له معیاري روغتیايي خدماتو برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې په یاد روغتیايي مرکز کې به د نارینه او ښځینه اړوند معاینات، تغذیه، واکسین،د زېږون او نورو برخو معیاري روغتیايي خدمتونه په وړیا ډول وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

داکتر محمد حسن غیاثی معین پلان و پالیسی وزارت صحت عامه، امروز در نشستی چگونه‌گی مصرف بودجه وزارت صحت عامه را از طریق پروژه های صحی به بررسی گرفت

داکتر محمد حسن غیاثی معین پلان و پالیسی وزارت صحت عامه، امروز در نشستی چگونه‌گی مصرف بودجه وزارت صحت عامه را از طریق پروژه های صحی به بررسی گرفت.

در این نشست، مسوولان پروژه های صحی. . .

شنبه ۱۴۰۲/۸/۶ - ۱۴:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی په رسمي سفر قطر هېواد ته روان شو

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوی به په دې سفر کې د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو د نړیوالو روغتیايي ادارو او د ځينو هېوادونو له استازو سره لیدنې ترسره کړي.

. . .

BACK TO NEWS