د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د انګلستان له شارژدافیر رابرټ چیټرټن ډېکسن سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې ولسونو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، معیاري والي او په روغتیايي برخه کې د انګلستان د هېواد د مرستو د مثبت اغېز په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې په تېر وخت کې په روغتیايي برخه کې افغانان له ستونزو سره لاس او ګریوان وو؛ موږ د خپل روغتیايي سیستم د معیاري کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څو اړخیز ملاتړ ته اړتیا لرو.
دواړو لورو د افغانستان د روغتیايي سیستم د لا پیاوړتیا او دوام لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره همکاریو پر ارزښت بحث او خبرې وکړې او د اوږدمهاله بریالیتوب او روغتیايي سیستم د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ.