د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د غور او فاریاب ولایتونو له واليانو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په یادو ولایتونو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې، د ولسوالیو په کچه د روغتونونو د جوړولو، د تېر په پرتله په روغتیايي خدمتونو کې د رامنځته شوو غوره بدلونونو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د غور والي، ښاغلي ملا احمد شاه دین دوست او د فاریاب والي، ښاغلي مولوي محمد شعیب رسالت په یادو ولایتونو کې ترسره شوي روغتیايي خدمتونه د ستاینې وړ وبلل او د لا غوره خدمتونو په موخه یې وړاندیزونه او روغتیايي ستونزې د عامې روغتیا له ښاغلي وزیر سره شریکې کړي.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د یادو ولایتونو روغتیايي ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.