د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د لوی اختر په ورځو کې په مرکز کابل کې د ابن سینا او استقلال ملي او تخصصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره کړه
د یادو روغتونونو څخه د لیدنې موخه د اکمال تخصص پروګرام د کریکولم د ښه تطبیق په اړه له اړوند مسؤلینو سره خبرې او د ټریني ډاکټرانو د موجوده ستونزو یاداشت کول وو.
د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص رئیس، ډاکټر محمد حیدر عمر د کریکولم د ښه تطبیق په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ترسره او د ټریني ډاکټرانو موجوده ستونزو د حل لپاره یې د لازمو اجرااتو ترسره کولو ژمنه وکړه.